افریقا: د عاج ساحل ولسمشر دې له ټاکنو وروسته واک پریږدي

د لویدیځي افریقا د دریو هیوادونو جمهورو رییسانو د سې شنبې په ورځ د عاج ساحل له جمهور رییس لوران باګبو سره وکتل او ورڅخه یې غوښتل چې د تېرې میاشتي لانجمنو انتخاباتو وروسته دې واک پریږدي.

نړیوالې ټولنې، په انتخاباتو کې الاسان واتار ګټونکی بللی. خو ګباګبو ورته واک نه پریږدي.

د بي نین جمهور رییس بوني یایي، د سیري لیون مشر ایرنیست باي کوروما او د کیپ ویردي جمهور رییس پیدرو پیرس وایي، که چیري ګباګبو واک خوشي نه کړي، نو د افریقا د پوځ په مداخلې سره به له واکه لېرې کړای شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو موسسه وایي، د عاج ساحل شاوخوا شل زره کسان د سیاسي لانجې او د کورنۍ جګړې د بیرې له وجي ګاونډي هیواد لایبریا ته تښتیدلي دي.

د ملګروملتونو سازمان وایي، د مهاجرو زیات شمېر یې ښځې او کوچنیان دي. دوی وایي، په مهاجرو کې د ګباګبو او قواتارا دواړو ملاتړې شامل دي.