راتلونکي اوونۍ د سولې د عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

افغان حکومتي چارواکي وایي چې په راتلونکې اونۍ کې د سولې دعالي شورا یوپلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره نوموړي هیواد ته سفر وکړي.

د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر تیره ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، تمه کیږې چې د دې سفرپه ترڅ کې د سولې اوملي پخلاینې په برخه کې چټکوالی راشي اودغه راز پاکستان د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

د سولې دعالي شورا مشرتابه پلاوي په دې وروستیو کې د افغانستان بیلا بیلو ولایتونوته هم سفرونه کړي ترڅو له دې شورا څخه د خلکو بشپړ ملاتړ ترلاسه کړي.