د ناټو یو عسکر په جنوب کې وژل شوی

د ناټو په مشرۍ نړېوال سوله ساتي ځواکونه وايي، چې د افغانستان په جنوب کې یې یو عسکر وژل شوی دی.

ایساف ځواکونو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ويلي، چې دغه عسکر تیره ورځ په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو.

د وژل شوي عسکر د هویت او د پېښې د دقیق ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

روان میلادي کال په افغانستان کې بهرني ځواکونه له خونړېو بریدونو سره مخ شول، د راپورونو په اساس شاوخوا اوه سوه بهرني عسکر په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي .