د فرانسې د دفاع وزیر وایي، افغان ولسمشر حامد کرزی د دو برمته شوېو فرانسوي خبریالانو د خلاصون په هڅو کې د افغان چارواکو د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې الین ژوپي له ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته وویل، چې د دغو دوو خبریالانو په اړه چې د تیر میلادي کال په وروستۍ ورځ وسله والو مخالفانو په کاپیسا ولایت کې برمته کړي وو، جدي خبرې اترې وشوې او دی هیله من دی چې دغه خبریالان ژر خوشې شي.
هغه وویل ولسمشر کرزي ورته ډاډ ورکړ، چې افغان چارواکي د دواړو برمته شوېو خبریالانو د خلاصون د هڅو بشپړ ملاتړ کوي او دوي به په دې برخه کې هیڅ ډول مرسته ونه سپموي.
د فرانسی د دفاع وزیر زیاته کړه، دی په دی اړه چې دغه خبریالان به څه وخت خوشې شي د مشخص وخت یادونه نه شي کولای خو یو ځل بیا په دې ټینګار کوي چې د هغوي د خلاصون لپاره جدي خبري روانې دي.
د دغو دو خبریالانو چې د فرانسې درېیم ټلویزیوني چینل ته یي کار کاوه یوه ویډیو څو ورځې وړاندې خپره شوه.
تردې څو میاشتې مخکې وسله والو طالبانو چې د هغوي د برمته کېدو مسولیت یي په غاړه اخیستی یوه بله ویډو خپره کړې وه چې په هغو کې برمته شوېو خبریالانو ویلي چې که د طالبانو شرایط ونه منل شي، ښایي دوي ووژني.
طالبانو د خپلو بندي ملګرو د خوشې کېدو په بدل کې د دغو خبریالانو د خوشې کېدو ویلي وو.
د غه راز د سفما یا د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې د افغانستان څانګې هم یوځل بیا له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د غه دوه فرانسوي خبریالان ژر خوشې کړي.
سفما دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له ادارې هم غوښتنه وکړه، چې افغان خبریال حجت اله مجددي چې له تیرو درې میاشتو راهیسې د ملي امنیت په بند کې، خوشې کړي.