ایران ۴ کسه بیا په دار وزړول

د ایران د یوې دولتي ورځپاڼې د راپور له مخې ایران یو سړې د زنا او درې تنه د مخدر مواو د قاچاق په تور په جنوب لویدیځ ښار اهواز کې په دار زړولي دي.

سخت دریځه کیهان ورځپانه لیکي، په زنا محکوم شوی سړۍ چې مکمل نوم یي نه دی اخیستل شوې بلکه یواځې یي مخفف نوم وړل شوی، په خپل جرم یعنې د فضلیت او پاکۍ پر ضد پر اقدام اعتراف کړی دی.

د مخدره موادو د قاچاق په تور د اعدام شوېو درې تنو مکمل نومونه هم نه دي ښودل شوي، د راپور له مخې څلور واړه تورن کسان د یکشنبې په ورځ په دار زړول شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د اټکل له مخې په دغو اعدامونو سره سږ کال په ایران کی د اعدامونو شمېر لږترلږه ۱۶۷ کسانو ته رسيږي.

ایران د چین ، سعودي عربستان او متحد ایالاتو تر څنګ یو له هغو هېواونو څخه دی چې تر ټولو ډیر اعدامونه په کې کیږي.