د د فرانسې د دفاع وزیربه له افغان چارواکو سره وګوري

ټاکل شوې ده، د فرانسې د دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له ولسمشر کرزي سره وګوري.

ویل شوي، چې د فرانسې د دفاع وزیر الن ژوپه له ولسمشر کرزي سره په دې هېواد کې د خپل هېواد د عسکرو د حضور او دغه راز له افغانستان سره د نوموړي هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړي.

د فرانسې د دفاع وزیر تیره ورځ کابل ته راغی او له فرانسې سرتېرو سره یې ولیدل، ټاکل شوې چې الن ژوپه د افغانستان په شمال کې هم له فرانسوي عسکرو سره وګوري او د نوي میلادي کال د کرسمس جشن له فرانسوي سرتېرو سره تیر کړي.

فرانسه له افغانستان سره مهم مرسته کوونکی هېواد دی دا مهال نږدې څلور زره فرانسوي عسکر په افغانستان کې فعالیت لري.