سریلنکا د کریسمس په مناسبت ۱۰۰ یاغیان خوشې کړل

د سریلنکا حکومت د کریسمس یا د عیسویانو د مذهبي اختر په مناسبت د تامل یاغیانو سل پخواني غړي خوشې کړي دي.

په خوشې شوېو کې ۹۸ نارینه او دوه ښځې دي چې تېرکال د تامل پړانګانو له ماتې وروسته په ویه کمپ کې ساتل شوي دي.

د سریلنکا حکومت وايي، دا مهال شاوخوا پینځه زره تامل یاغیان په دغه کمپ کې چې مطبوعاتو او د بشري حقونو ډلې ورته د داخلېدو اجازه نه لري، ساتل کیږي.