په بلخ کې یو جرمنی انجینیر له ژباړونکي سره وژل شوی

د بلخ ولایت امیني چارواکي وایي چې تیره شپه د خلم په ولسوالۍ کې یو جرمنی اینجنیر له خپل ترجمان سره د وسله والو مخالفینو په ډزو کې ټپي شوی ډی.

دغه انجینیر چې د خلم ولسوالۍ او د کندز تر منځ د نښلونکي سړک د جوړېدو له کار څخه لیدنه کوله د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې راغلو.

خو بل پلو وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی دی او ادعا کوي چې په دې برید کې یي جرمني انجینیر وژل شوي او ژباړونکي یي ټپي دي، خو چارواکی بیا د دوي دا ادعا نه مني.