په کولمبیا کې د ځمکې ښوئیدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

د کولمبیا په لویدیځ کې د ځمکې ښوئیدو له امله ۱۳ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د کولمبیا خبري اژانس د یوه سېمه اېز چارواکي له خولې وایي، د نارینو ولایت په له کروز ښار ګوټي کې یو شمېر ودانۍ او موټرونه تر خټو لاندې شوي دي. په کولمبیا کې په تېرو څو اونیو کې پر له پسې بارانونه وریدلي او دا پېښې د پنجشنبې په ورځ رامنځ ته شوي دي.

په کولمبیا کې د روان کال د سیلاوونو او ځمکو ښوئیدو له امله د مړو شمېر ۲۹۷ ته رسیدلی دی.