اسانژ:که امریکا ته وسپارل شم نو وبه وژل شم

د ویکي لیکس ویب پاڼې موسس جولیان اسانژ وايي، که نوموړی د جاسوسۍ په تور له بریتانیا څخه امریکا ته وسپارل شي نو زیات چانس شته چې هغه به د امریکا په زندان کې ووژل شي.

اسانژ له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، که نوموړی په انګلستان کې تورن کیږي نو په سیاسۍ توګه متحده ایالاتو ته د هغه سپارل به نا ممکنه وي اود هغه برخلیک به د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کمرون په لاسو کې وي.

نوموړۍ په ویکي لیکس ویب پاڼه باندې د خپروو محرمانه اسنادو له امله نه بلکه په سویډن کې د جنسي جنایت په تور په انګلستان کې زنداني شوی دی.