امریکايي سناتورانو له روسيي سره د نوي سټارټ تړون لاسلیک کړ

د روسيې ولسمشر دميتري مدوېدېف او د هغه امريکايي سیال بارک اوباما په ټیليفون د امريکا د مشرانو جرګې له لوري د اټومي وسلو د کنټرول د نوي تړون پر تصويب خبرې وکړې.

سپينه ماڼۍ وايي، د سټارت تړون رامنځته کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا نژدې کړي.

وروسته مدوېدېف هيله وښوده، چې د روسيې د ملي شورا دواړې جرګې به هم د اټومي وسلو د کنټرول تړون تصويب کړي.

د روسيې ولسي جرګه يا دوما به نن د دې تړون په باب بحث وکړي، ځينې وکيلان وايي مخکې تر دې چې مشرانو جرګه د دې تړون د تصويب په باب پرېکړه وکړي، د وضعيت څېړل وخت ته اړتيا لري.