امریکا او اروپايي ټولنه له بیلاروس سره په اړیکو بیا کتنه کوي

د امريکا متحده ايالات او اروپايي ټولنه وايي، دوي له بيلروس سره پر خپلو اړيکو له سره کتنه کوي، البته دا اقدام وروسته تر هغه کېږي چې په بيلروس کې پوليسو، د سياسي مخالفانو پر مظاهرو او اعتراضونو شرايط سخت کړل، مظاهره چیانو د ولسمشر په توګه د الکساندر لوکاشينکا پر بيا ټاکل کېدو اعتراض درلود.

په ګډه اعلاميه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیليري کلنټن او د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاټرين اشتون د بيلروس پر چارواکو غږ کړى، چې تر ٦٠٠ زيات نيول شوي مظاهره چيان خوشې کړي، دوي د ډیسمبر پر ١٩مه د مظاهرو په بهير کې نيول شوي دي.

په بيلروس کې پوليسو رويټرز اژانس ته وويل، د جمهوري رياست د انتخاباتو پنځه پخواني کانديدان چې له څوارلسو مخالفو سياسي فعالانو سره يوځاى په مظاهرو کې نيول شوي، ښايي د ګډوډيو د تنظيم په تور- تورن او د پنځلسو کلونو د بند سزا ورکړل شي.