جلال اباد:په یوه بمي چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کي یوې بمي چاودني یو تن وژلی او 6 نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، چې چاودنه د موټر سیکل جوړولو په یوه دوکان کې شوې ده.

ده وویل، چې چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې او مرګ ژوبله یې هم ولسي خلکو ته اوښتې ده.