کرزی د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کوي

جمهور ریس حامد کرزې به نن په استانبول کې د اقتصادي همکارېو د سیمیز سازمان ایکو په سر مشریزه کې ګډون وکړي .

په نننۍ سرمشریزه کې د پاکستان، ایران او اذربایجان ترڅنګ د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو ولسمشران هم برخه اخلي .

ایکو لس دایمي غړي لري او هدف یې په سیمه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکارېو پراختیا ده .

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د دې هېواد د بهرنیو چارو له نوي وزیر علي اکبر صالحي سره یوځاې په دې سرمشریزه کې حاضر شي .

دوي به وروسته له ترکي مقاماتو سره د تهران د اتومي هڅو په اړه جلا خبرې اترې ولري .

ټاکل شوې چې راتلونکې میاشت په استانبول کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو استازي د تهران د اتومي لانجې لپاره د سیاسي حل د پيدا کولو په سر خبرې وکړي .