د خوړو نړېوال سازمان به ۱۳ زره مټریکه ټنه غنم واخلي



د خوړو نړېوال پروګرام وايي، چې په راتلونکو درېو میاشتو کې به د پنځو لکو اړو افغانانو لپاره دیارلس زره مټریک ټنه غنم واخلي.

ډبلیو اف پي په دې اړه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې دغه غنم به د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې په مالي مرستې په سیمه یېزو بازارونو کې واخلي او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ته به یې ورکړي.

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د افغانستان لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دي او په مرسته کوونکو یې غږ کړی چې ۱۳۲ ملیونه ډالره ورته برابرې کړي.

په مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي، چې ډبلیو اف پي په ۲۰۱۱ کال کې ۷،۳ میلیونو اړو افغانانو سره د غذايي مرستې پلان لري.