د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د دې هېواد د ملي اردو د سرتېرو شمېر یو لکو پنځوس زرو تنو ته رسیدلی دی.
د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له ټاکلي مهال ویش نه مخکې د ملي اردو د جوړېدو چارې روانې دي:
(د ملي اردو د پراختیا بهیر له کیفیت سره یو ځای دوام لري، د امریکا د متحده ایالاتو د همکارۍ له دفتر سره د مهال ویش له مخې په ګډه کار کوو، چې یو لکو یو اویا زرو شپږو سوو ته یې شمېر ورسوو، موږ څو میاشتې په دې کار کې مخکې یو)
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي اردو ته له وسلوالو مخالفینو سره په ورځنیو نښتو او چاودنه کې مرګ ژوبله اوړي.
د دفاع وزارت وايي، روان میلادي کال د ملي اردو اته سوه سرتیري وژل شوي.