د هلمند په سنګين كې بيا ملكي كسان وژل شوي

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د يوې كورنۍ شپږ تنه ښځې او ماشومان هغه مهال ووژل شو، چې بهرنيو ځواكونو په سيمه كې د وسلوالو په ضد عمليات كول.

د هلمند ولايت د مطبوعاتي دفتر نه په يوه راليږل شوي خبرپاڼه كې راغلي دي، چې د وسلوالو مخاليفينو او دولتي ځواكونو ترمنځ نښته كې اوه تنه وسلوال طالبان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي، خو د سنګين وسلوالۍ خلك وايي، په سيمه كې يي امنيت ډير خراب دى او د تېرې ورځې په دغه عملياتو كې شپږ تنه ملكي كسان وژل شوي دي.

په سنګين ولسوالۍ كې د دولتي او ايساف ځواكونو له لوري د ځينو عملياتو پر مهال د دولت اوه تنه وسلوال مخاليفين او پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي، دغه مالومات د ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته په يوه راليږل شوي خبرپاڼه كې وركول شوي دي.

په خبرپاڼه كې ويل شوي دي، چې د ګډو ځواكونو او وسلوالو مخاليفينو ترمنځ په سنګين ولسوالۍ كې هغه مهال نښته رامنځته شوه چې وسلوالو طالبانو د دوي پر يوه ګزمه وسلوال بريد وكړ.

په خبر پاڼه كې راغلې ، چې په دې نښته كې د دولت اوه تنه وسلوال مخاليفين هم وژل شوي دي، خو تر څنګ يي د يوې كورنۍ پنځه تنه غړي چې درې ښځېي او دوه ماشومان دي وژل شوي دي، كه څه هم په خبر پاڼه كې د پنځه تنه ملكي كسانو د وژل كېدو خبر وركول شوی دی.

خود سنګين ولسوالۍ يو تن اوسيدونكي د ټیليفون پر كرښۀ ازادۍ راډيو ته وويل، تيره ورځ غرمه وه چې د طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ نښته رامنځته شوه، وروسته په كلي كې بمبارد وشو او شپږتنه د يوې كورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شو او دوه نور يي ټپيان شو،هغه وويل ټوله كورنۍ ميراث شوه او هيڅ څوك په كې ژوندي پاتمې نه شو.

سنګين ولسوالۍ د هلمند ولايت په شمال كې خورا ناارامه ولسوالۍ ده، په دې ولسوالۍ كې د سلګونو او بهرنيو ځواكونو په ګډون لا هم امنيت نه دى ټینګ شوي.

كله چې سنګين ولسوالۍ د بریتانوي سرتېرو په ځاى افغان او امريكايي سمندري ځواكونو ته وسپارل شوه د خلكو هيلي پيداشوې چې ګواكې امنيت په ټینګ شي خو د دې وروستيو نا اراميو نه داسې جوتيږئ چې، د وسلوالو ځالې په سنګين ولسوالۍ كې ډيرې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په سنګين ولسوالۍ كې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د نهرسراج په ولسوالۍ كې يي دوه صرف موټرونه له منځه وړي او په كې پنځه عسكر يي وژلي دي، چې په هلمند كې دولتي مسئولين دغه خبره نه مني.