م.م د عراق د نوي حکومت د جوړېدو هرکلۍ وکړ

د ملګروملتونو د امنیت شورا هم د عراق د نوي حکومت د جوړیدو هرکلۍ وکړ.

امنیت شورا د یوه بیان په خپرولو سره له عراقي مشرانو وغوښتل، چې د یوه فدرال، ډیموکراتیک، ولسپال او یوه متحد عراق لپاره چې اساس یي د قانون پرحاکمیت او بشري حقونو ته په احترام ولاړ وي، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د عراق نوی حکومت وروسته له هغې جوړ شو، چې د قدرت د ویش پر سر موافقه وشوه، د دغې موافقې له مخې کلیدي پوستونه د عراق اکثریت شیعه، سوني او اقلیت کور دی سیاسي ډلو ترمنځ ویشل شوي دي، خو په هرصورت د امنیتي چارو اړوند، د د فاع او کورنیو چارو او ملي امنیت وزارتونو مقامونو ته څوک نه دي نومول شوي ځکه په دې اړه سیاسي ډلې کومې موافقې ته نه دي رسیدلي، د دغو وزارتونو چارې به سر پرست وزیران پرمخ وړي.