د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې د کاندیدانو د شکایتونو د څیړنې لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو پریکړه وکړه.
د باختر اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې، چې د دې محکمې تشکیل د منظورۍ لپاره ولسمشر ته وړاندې شي.
د سترې محکمې چارواکو تمه ښودلې چې د دې محکمې په جوړېدو سره به د کاندیدانو هغه شکایتونه په دقت او هر اړخیزه توګه وڅیړل شي چې لویې څارنوالۍ سترې محکمې ته راجع کړي دي.
که څه هم د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوي دي، خو بیا هم د معترضو کاندیدانو د یو لړ شکایتونو د څیړنې ستونزه پر ځای پاتې ده.