کرزي په استادانو او محصلینو ټینګار وکړ چې ژبني تعصبونو لاس پورې نکړي

ولسمشر حامد کرزي د هېواد د پوهنتونونو په استادانو او محصلینو ټینګار وکړ، چې هیڅکله په قومي، دیني او ژبنیو تعصبونو لاس پورې نه کړي.

نوموړي دغه خبره تیره ورځ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د ماسټرۍ د لومړۍ دورې فارغانو ته د دیپلومونو ورکولو پر مهال وکړه.

ښاغلي کرزي د افغانستان په رغولو کې د متخصصو او لوستو خلکو رول مهم وباله، په دغې غونډه کې د ژبو او ادبیاتو د ماسټري د دورې څلور څلویښتو فارغانو ته ديپلومونه ورکړل شول.