امریکا پر ایران نوې بندیزونه ولګول

د امريکا متحده ايالاتو پر ايران د دې هېواد د اټومي پروګرام او د لبنان د وسلوالې ډلې حزب اله د ملاتړ له کبله نوې بنديزونه ولګول.

د امريکا د خزانې وزارت وايي، د دوو بانکونو، د بيمې د يوې کمپنۍ او د يوه بار وړونکي شرکت په ګډون، د ايران پنځه نورې کمپنۍ د امريکا د بنديزونو په تور ليست کې ور زياتې شوې.

پر دغو کمپنيو ځکه بنديزونه لګول شوي، چې له سپاه پاسداران انقلاب سره يې ارتباط درلود، چې د دوي شتمنۍ به کنګل شي.

دغه نوي بنديزونه د تېرو هغو په دوام لګول کېږي، چې تېر کال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري د ايران د اټومي فعاليتونو له کبله پر دې هېواد وضع شول.