په کندوز کې ټولټال څلور افغان عسکراو څلور پوليس ووژل شول

افغان چارواکو وويل، چې په کندوز کې د ملي اردو د جلب او جذب په مرکز کې د پرون سهاره پيل شوې جګړه وروسته له دې پای ته ورسېده، چې ودانۍ ته دوو تنو ننوتلو طالبانو په ځان پورې تړلې واسکټونه ماښام وچاودول.

د کندوز د امنيې قومندان عبدالرحمن اقتاش وويل، چې په دې بريد کې ټولټال څلور افغان عسکراو څلور پوليس ووژل شول.

ده د حمله کوونکو شمېر درې تنه وښود خو مخکې ويل شوي وو چې د حمله کوونکو شمېر څلور تنه دی، طالبانو هم ويلي وو چې د دوي د حمله کوونکو شمېر څلور تنه دي، د ملي اردو د جلب او جذب روزنيز مرکز ته ننوتلو طالبانو تر ماښام پورې مقاومت ته دوام ورکړ.

ناټو وويل، چې د دوي ځواکونو هم د طالبانو د مقاومت د ماتولو په عملياتو کې برخه واخيسته او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ يې وکړ.
ناټو همدا راز وويل، چې دوي له ټپيانو سره طبي مرسته کړې.دې ځواکونو نه دي ويلي چې له څومره کسانو سره يې طبي مرسته کړې، خو اقتاش وويل، چې وروستي ژوندي پاته طالب د ځانوژنې واسکټ وچاوداوه او له هغه سره د څو ساعتونو جګړه پاي ته ورسېده.