په مکسیکو کې د ګازو یوه نل لیکه چاودلې

د مکسيکو چارواکي وايي، چې په دغه هېواد کې د ګازو په يوه نل ليکه کې د چاودنې له کبله لږ ترلږه ۲۸ تنه وژل شوي دي، دا پېښه په سن مارتين ټيکس مولوکان ښار کې شوې.

د ګازو پايپ لاين د پي ميکس دولتي شرکت مربوط دی، د يوې مکسيکويي ورځپاڼې ناتي ميکس د راپور له مخې په هغه ځاي کې چې د ګازو نل ليکه چاودلې، ودانۍ زيانمن شوي او ۲۵ موټرونه يومخ سوځېدلي دي، د چاودنې علت تر اوسه پورې څرګند نه دی.