د اریانا پوهنتون محصلینو په کابل کې لاریون وکړ

د اریانا پوهنتون سلګونو محصلینو نن په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې وویل، چې دوي باید د ولسمشر له فرمان سره سم له ارزیابۍ او ازموینې پرته د پکتیا په پوهنتون کې و منل شي.

د دغو مظاهره کوونکو محصلینو یوه استازي معراج خیبر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ارزیابۍ په نوم له دوي څخه بیا ازموینه اخیستل غواړي او دوي هیڅکله دې کار ته چمتو نه دي.

ده څرګنده کړه، که چېرې دوي له ارزیابۍ او ازموینې پرته په پکتیا پوهنتون کې ونه منل شي نو خپلو مظاهرو ته به همداسې دوام ورکړي.

ولسمشرحامد کرزي یو کال مخکې د یوه فرمان په ترڅ کې امر کړی وو، چې په پېښور کې د اریانا خصوصي پوهنتون دې د پکتیا په پوهنتون کې مدغم شي.

د لوړو زده کړو وزارت مخکې ویلي، چې دوي پریکړه ترڅو له دغو محصلینو څخه ازموینه وانه خیستل شي خو یوه ارزیابي دې ترسره شي.

د مظاهره کوونکو محصلینو د تازه غوښتنو په اړه لا تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت څه نه دي ویلي.