د میدان وردګ په ولایت کې د ملي پیوستون یوولس پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس جان محمد حکمتجو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پروژو کې د ښوونځي ودانۍ، فرعي سړکونه، ټولنیزمرکزاو د برېښنا د تولید او د اوبو بندونه شامل دي.
ده وویل، چې په دې پروژو د ملي پیوستون د پروګرام له لارې څه باندې دولس میلیونه افغانۍ لګیدلي او د بهسودو د مرکز او لومړۍ برخې په ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.