په بيلاروس کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي

په بيلاروس کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي، الکساندرلوکاشينکا، چې له شپاړلسو کلونو د پخواني شوروي اتحاد د دې جمهوريت مشري کوي، غواړي د بلې پنځه کلنې دورې لپاره ولسمشر شي.

لوېديځو قدرتونو پر لوکاشينکا تور لګولى، چې غواړي په انتخاباتو کې د درغليو، د مخالفانو د ځپلو او د خپلواکو رسنيو د غلي کولو په مرسته بيا په قدرت کې پاتې شي.

نن به لوکاشينکا د سياسي مخالفانو له غيرمنظمې ډلې سره مخامخ وي، چې کتونکي وايي، د دوى د ګټلو چانس کم دى.