کرزي په فاریاب کې ځینې پروژې پرانیستلې

افغان ولسمشر حامد کرزي نن د فاریاب ولایت د اند خوي ولسوالۍ ته نا څاپي سفر وکړ او هلته یي د بیارغونې ځینې پروژې پرانیستلې.

په فاریاب کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې ښاغلي کرزي په اندخوي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو او سړک جوړولو درې پروژې هم پرانیستلې.

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې ښاغلي کرزي د اندخوې په بازار کې له عامو خلکو سره هم ولیدل او له هغوي سره یي خبرې وکړې.

ولسمشر فاریاب ته خپل سفر بشپړ کړې او بیرته کابل ته راستون شوې دې.