خوست کې د ځاځیو میدان ولسوالۍ د سولې ولسوالۍ وبلل شوه

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې خلکو په خپله خوښه خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې او دغه ولسوالۍ د سولې ولسوالۍ وبلل شوه.

تر دې مخکې د دې ولایت د ګربزو ولسوالۍ د سولې ولسوالۍ بلل شوې وه.

د خوست والي وویل، په دې ولسوالۍ کې د ډایاګ یا وسلو ټولو بهیر بشپړ شو او د ځاځیو خلکو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.