کرزي د عاشورا په مراسمو کې پر مخالفینو د سولې غږ وکړ

افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د عاشورا په مراسمو کې پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې له جنګه لاس واخلي او سوله وکړي.

ولسمشر کرزي دغه خبرې، په کابل کې د عاشورا د لمانځلو په لویه غونډه کې، چې د خاتم النبیین په مدرسه کې جوړه شوې وه وکړې.

غونډې ته د ولسمشر کرزي په ګډون یو شمېر وینا والو د حضرت حسین د پاڅون په اهدافو رڼا واچوله او هغه یي د ظلم په خلاف د قیام او د حق په لار د قربانۍ ورکولو یو ستر درس وباله.

په دغه غونډه کې د ښاغلي کرزي تر څنګ د کابینې او ملي شورا یو شمېرغړو هم ګډون کړې وو.