ایټالیا:که برلسکوني د اعتماد رایه وانخلي ښايي څوکۍ به پریږدي

که د ايټاليا پارلمان نن د صدراعظم سيلوي برلسکوني حکومت ته د عدم اعتماد رايه ورکړي، برلسکوني به ښايي دي ته اړ شي چې د صدارت څوکۍ پريږدي.

راپورونه وايي، چې په ولسي جرګه کې به رايي ډيرې سره نژدي وي، په دې جرګه کې د ۷۴ کلن برلسکوني د پلويانو شمېر وروسته له هغې کم شو چې له پخواني متحد او د پارلمان له ريس سره يي اختلاف راپورته شو.

برلسکوني چې په وروستيو کې د فساد او فحشا تورونه پرې پورې شوي، پرون ژمنه وکړه چې که چېرې پارلمان د ده حکومت ته د باور رايه ورکړه نو به د منځ لارو په ګډون يو پراخ ايتلافي حکومت جوړ کړي.

په مشرانو جرګه کې هم نن په دې اړه رايي اخيستل کيږي، خو په دې جرګه کې به برليسکوني د باور رايي وګټي ځکه د هغه پلويان په کې ډير دي.