د امريکا د ډيپلوماتيکو اسنادو له مخې چې ويکې ليکس په وروستيو کې افشا کړي، تاجکستان په خپله خاوره کې د امريکا له پوځي اډې سره د موافقې نښې نښانې ښودلي، څو په دې توګه له يوې خوا خپلې خاورې ته د افغانستان د بلوا د پراخېدو مخه ونيسي او له بلې خوا له ځپل شوي اقتصاد سره يې مرسته وشي.
په هغه سند کې چې سږکال د فبرورۍ په ۱۶ واشنګټن ته استول شوي او ويکي ليکس افشا کړي، دغه راز ويل شوي چې د منځنۍ اسيا په دې ترټولو بې وزله هېواد کې په ادارو کې خپلوۍ پالنه او اداري فساد په ټولو سطحو کې عام دي چې په دې هېواد کې يې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
تاجکستان، افغانستان ته د امريکا د وسايلو او تجهيزاتو د ليږدولو يوه مهمه ترانزيتي لاره ده.
د افشا شوي سند له مخې تاجکستان ډير فشار راوستي وه چې په خپله خاوره کې د امريکا پوځي اډې ته د اجازې ورکولو په بدل کې له دې هېواده ډير امتيازات ترلاسه کړي.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د افشا شوېو سندونو په اړه تبصره نه کوي.