د اردن پاچا ملک عبداله وايي، له ايران سره د خپلو سړو اړيکو د ښه کولو لپاره د عملي ګامونو د اخيستلو هڅه کوي.
د اردن پاچا په يوه اعلاميه کې وويل، چې ده ايران ته د سفر لپاره د دغه هېواد د ولسمشر محمود احمدي نژاد بلنه منلې او ژر به تهران ته لاړ شي، خو ده کومه نېټه ونه ښودله.
د اردن پاچا دا اعلاميه وروسته له دې خپره کړه، چې د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د دفتر رييس اسفنديار رحيم مشاعي له ده سره د بندو دروازو شاته خبرې وکړې.
عبدالله په وروستيو کلونو کې پر ايران سخت انتقادونه کړي او خبرداري يې ورکړي چې په سيمه کې د ايران مخ په زياتېدونکي نفوذ اردن او نورو امريکا پلوو معتدلو هېوادونو ته زيان اړولي شي.