پاکستاني پوليس وايي، يو ډاکتر يې اسلام ته د سپکاوي په تور نيولي دي، پر دغه ډاکتر تور پورې شوي چې د يوه سړي د پېژندګلوۍ کارت يې په دې خاطر ايسته غورځولي چې د محمد نوم پرې ليکل شوي و.
ډاکتر نوشاد والياني، چې په خپله هم مسلمان دي، وروسته له دې د سند صوبې په حيدر اباد ښار کې ونيول شو، چې يو چا د هغه پرخلاف پوليسو ته شکايت وکړ.
دا ډاکتر يوه مياشت وروسته له دې نيول کېږي، چې يوه عيسوۍ ښځه اسيه بي بي مقدساتو ته د توهين د لانجمن قانون له مخې محکومه شوه.