مالکي:سیاسي ډلې دې خپل کایدیدان کابینې ته ور وپیژني

د عراق صدراعظم نوري المالکي وايي، نوموړى اوس هم له سياسي ډلو په تمه دى چې کابينې ته خپل کانديدان معرفي کړي.

داسې ښکاري چې صدراعظم به تر ټاکل شوي ضرب الاجل مخکې د نوي حکومت په جوړولو ونه توانېږي.

المالکي ژمنه کړې چې د ډسمبر تر پنځلسمې پورې به د خپل نوي حکومت په اعلان سره هغه سياسي کړکېچ ته د پاى ټکى کښېږدي چې د مارچ د مياشتې له انتخاباتو راهيسې په عراق کې روان و او د انتخاباتو مطلق ګټونکى تر ډېره نه و معلوم.

المالکي سياسي مشرانو ته پرون اطمينان ورکړ چې دى پر خپله ژمنه ولاړ دى چې د ډسمبر پر پنځه ويشتمه به د نوي حکومت په ايجاد سره د شيعه ګانو، سنيانو او کردانو ډلې سره يو کړي.