د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند حکومتونو د طبيعي ګازو د نل ليکې په برخه کې په خپلو کې تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې له ترکمنستان څخه هند ته ګاز انتقالېږي.
په عشق اباد کې د دې تړون پر مهال د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ولسمشران حاضر وو، د هند له لوري د انرژۍ وزير په دې غونډه کې ګډون درلود.
افغان ولسمشر حامد کرزي د دې تړون تر لاسليکولو وروسته وويل، دى به هڅه وکړي په دواړو حالاتو کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ کړي، هم د دې نل ليکې د رغونې او هم د پروژې د بشړېدو په بهير کې.
د پاکستان ولسمشر اصف علي وويل، د ګازو د ترانزيت دغه تړون به د پاکستان له اقتصادي ودې سره زياته مرسته وکړي، چې پاکستان به د سخت دريځۍ په وړاندې د مبارزې توان هم پيدا کړي.