د نړۍ هېوادونو د هوا د بدلون پرضد د مبارزې نوی پلان تصویب کړ

د نړۍ هېوادونو د هوا د بدلون پرضد د مبارزې نوی پلان تصویب کړ، په دې نوي پلان کې له بې وزله هېوادونو سره د مرستې صندوق هم شامل دی.

د مکسیکو د کان کون د سرمشریزې په دې پلان کې موافقه وشوه، چې د سل ملیارد ډالرو مرستې پر ټولولو بیا هم ټینګار وشو چې هدف یې تر دوه زره شل کال پورې په هوا د بدلون د منفي اغېزو د جبران لپاره له نادارو هېوادونو سره د چاپېریال ساتنې مرستې په کې شاملې دي.

په دې موافقه لیک کې همدا راز د پاکې انرژۍ لپاره د ټیکنالوژېو د نوېو لارو چارو د شریکولو مرستې هم شاملې دي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیرې پاتریسیا اېسپونوسا دغو استازو ته وویل، دا د هوا د بدلون په اړه د نړېوالې همکارۍ یو نوی دور دی.

دا موافقه وروسته له هغه وشوه، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ دا سرمشریزه له دوو اونیو راهیسې د بډایو او نادارو هېوداونو اختلافاتو اغېزمنه کړې وه.