د نوي ولسي جرګې دایریدو ته چمتوالی نیول شوی

د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشا رئیس وايي، چې د نوي ولسي جرګې دایریدو ته چمتوالی نیول شوی خو د دوو عواملو له مخې دغه کار ځنډیلی دی.

د نوي ولسي جرګې د کار د پېلېدو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي ، چې د تیرو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي ارګانونو او لویې څارنوالۍ تر منځ شخړه پر ځای پاتې ده.