ایران:م.م دې د یوه ساینس پوه وژنه وغندي

ایران له ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې تېره میاشت د دې هېواد د هستوي چارو د یوه ساینس پوه وژنه او د بل ټپي کېدل دې وغندي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر محمد خازعي په یوه خپور کړې لیک کې ویلي، د دغو تروریستي حملو مقصد د ایران د هستوي پروګرام ګډوډول وو، خو کار به ورنه کړي.

ایران د دې حملو پړه په اسراییلو او لویدیځو طاقتونو اچوي، تېره میاشت د تهران په دوو جلا حملو کې د ایران د هستوي چارو کارپوه مجید شهریار وژل شوی و او بل ساینس پوه فریدون عباسي ټپي دی.