د اذربایجان په مرکز باکو کې پولیسو هغه مظاهره کوونکي خواره واره کړل، چې په ښونځیو کې د اسلامي حجاب د اغوستو د حق غوښتنه یي کوله.
په سلګونو کسان د جمعې په ورځ د اذربایجان د پوهنې وزارت مخې ته راټول شوي وو او د څیړونکو په وینا، په دغه سیکولر یا غیر مذهبي هېواد کې دا د خلکو یو ستر ټولون و.
پولیس وایي، دولس تنه مظاهره کوونکي یي نیولي دي، دا مظاهره وروسته له هغې جوړه شوه چې د اذربایجان د پوهنې وزیر میسیر مردانوف وویل، انجونې باید په ښوونځیو کې د یونیفورم مقررات مراعات کړي، په یونیفورم کې د انجونو حجاب ته اجازه نه ورکوله کیږي.