لندن کې مظاهره چیانو د بریتانیا پر شهزاد او د هغه پر میرمنې حمله وکړه

د بريتانيا د شهزاده چارلز او د هغه د مېرمنې پر موټر په مرکزي لندن کې د قهرجنو مظاهره چيانو له لوري حمله شوې.

زده کوونکو وروسته له هغه په مظاهره کې په تاوتريخوالي لاس پورې کړ چې وکيلانو د زده کړې د فيسونو د لوړولو په هدف رايې ورکړې.

په دې حمله کې د شهزاده چارلز د موټر ښيښې ماتې شوې خو دی او مېرمن یې رک روغ دي.

دا حمله په داسې حال کې چې زده کوونکي د پارلمان مخې ته غونډ شوي وو هغه مهال په تاوتریخوالي واوښته چې د بريتانيا پوليسو هڅه کوله د پارېدلو زده کوونکو مخه ونیسي.

چارواکي وايي، تر اوسه اته تنه پوليس ټپيان شوي او لږترلږه ٩ تنه مظاهره چیان نیول شوي دي.