د نوبل د سولې سږنی جایزه نن ورکول کېږي

د چین د حکومت مخالف فعال ليو ژياوبو ته به د سولې د نوبل جايزه نن په اسلو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ده په غیاب کې ورکړل شي، ځکه نوموړی لا هم په چين کې زنداني دى.

د نوبل د سولې د جايزې کمېټې د پيکېنګ دا تورونه رد کړي چې ګنې دوى هڅه کوي غربي مفکورې پر چين وروتپي. دا کمېټه وايي، د دوی پرېکړه پر نړيوالو ارزښتونو او معيارونو ولاړه وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي پرون په واشنګټن کې د نوبل جايزې د کمېټې دا اقدام د ستاينې وړ وباله او په چین کې د سیاسي اصلاحاتو او ډیموکراسۍ د پراختیا په مقصد په ۲۰۰۸ کال کې د اتم منشور په نوم د مانیفست په تدوین کې د ژیاوبو هڅې یې وستایلې:

"موږ د نوبل د کمېټې دا پرېکړه چې د سولې جايزه د چين مخالف ليو ژياوبو ته ورکوي ستايو.

د اتم منشور د مسودې د برابرولو ترڅنګ د سياسي اصلاحاتو او اساسي ازاديو په برخه کې په زړورتيا سره د ښاغلي ليو وکالت او استازيتوب موږ اړ باسي چې ستاينه یې وکړو."

د افغانستان، روسيې، قزاقستان، ايران، عراق، سربيا او په ګډون ۱۸ هېوادونو ويلي، چې دغو مراسمو ته به خپل استازي ونه لېږي.

د بشري حقونو نړيوالو ټولنو د چين پر دې اقدام انتقادونه کړي، چې اسلو ته د زنداني او سياسي مخالف ليو ژياوبو د خپلوانو او دوستانو پر ورتګ يې بنديز لګولى دى.