د افغانستان په جنوب کې د امریکایي ځواکونو جګ پوړی قوماندان وایې، په تېرو څو میاشتو کې په هلمند کې د پام وړ پرمختګ شوی او ډيری سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.
تورن جنرال ریچارډ میلز د هلمند له والي ګلاب منګل سره پرون د یوه ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.
تورن جنرال میلز وویل، په هلمند کې په ډیرو تصفیه شوېو سیمو کې اقتصادي پروژې پیل شوې چې د عادي خلکو په ژوند کې یې څرګند بدلون راوستی دی.
جنرال میلز وویل، دوي به په ژمي کې هم پر وسله والو طالبانو پوځي فشارونو ته دوام ورکړي.
د هلمند والي ګلاب منګل هم د دې په دې ولایت کې د امریکایي او ایساف ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل، چی هلمند ورځ تربلې په یوه امن ولایت بدلیږي.