امریکا:سپیس ایکس شخصي کمپنۍ د مځکې مدار ته یوه وسیله استولې ده

په امریکا کې د سپېس ایکس په نامه شخصي کمپنۍ د مځکې مدار ته یوه وسیله استولې ده او بیا یې بیرته د چهارشنبې په ورځ مځکې ته راښکته کړه، دا د فضا په لور د یوې شخصي کمپنۍ له لورې لومړۍ هڅه ده.

کوم کپسول چې فضا ته وتوغول شو لس دقیقې وروسته د مځکې مدار ته ورسېد، بیا یې دوه ځلې د مځکې د کرې شاوخوا دوره ووهله او بیرته په ارام سمندر کې راښکته شو.

په دې کپسول کې څوک نه و خو دې کپسول د اوو تنو عملې او یو اندازه سامان لپاره ځای درلود.