ناټو: ختیځ کې مو یوې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې

ایتلافي ځواکونه وايي، د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې ېې یوې چینوک الوتکې بیړنۍ ناسته کړې.

ایتلافي ځواکونه وايي، پیښه تیره شپه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې.

بل خوا د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې الوتکه د دوی کسانو ویشتې او شپاړس سواره عسکر په کې وژل شوي.

خو ایتلافي ځواکونه بیا دغه ادعا ردوي، همداراز وايي، چې په پيښه کې د سر زیان نه دی رامنځ شوی.