په خوست کې مېشت ایساف ځواکونه وايي، چې د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې ۱۵ وسلوال طالبان نیول شوي دي.
په خوست کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي مسوول جنرال بلاتز ازادي ته وویل، چې دغه پوځي عملیات نن سهار وختي په باک او علیشېرو ولسوالیو کې شوي دي.
د نوموړي په وینا په دغو پوځي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.