ګېټس: د افغانستان په جګړه کې زموږ هوايي ځواک مهم رول لوبوي

د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس وايي، چې د دغه هيواد هوايي ځواک د افغانستان په جګړه کې مهم رول لوبوي.

رابرت ګېټس دا خبره په عرب سمندرګي کې مېشتو امريکايي سمندري ځواکونو ته وکړه.

امريکايي الوتکې له دې سيمې څخه په افغانستان کې هوايي عمليات کوي.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې ګېټس په عين حال کې ومنله، چې په هوايي حملو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو خطر هم لري خو ويې ويل، چې امريکايي ځواکونه له احتياطه کار اخلي، چې ملکيانو ته زيان وانه وړي.