اوتیس: په افغانستان کې د ماینونو څخه د ځان ژغورلو یواځینۍ لار سوله ده

يوه امريکايي پوځي چارواکي وويل، چې په افغانستان کې د سړک د غاړې د بمونو او ماينونو د خطر د کمولو لپاره تر ټولو ښه لار دا ده، چې په دې هيواد کې د سولې او پخلاينې بهير چټک شي.

بريد جنرال اوتيس پرون په واشنګټن کې خبريالانو همداراز وويل: د افغان ځواکونو روزنه، پر وسلو سمبالول او د چاودونکو موادو له موندونکو سپو څخه کار اخيستل د دا ډول حملو د کمولو لپاره مهم دي.

په وروستيو کې نړيوال ځواکونه هغو افغانانو ته انعام ورکوي، چې د چاودونکو موادو په باب مالومات ورکړي او د دوی په وينا دې کار تر ډېره حده د چاودونکو موادو په وسيله د حملو مخه نيولې ده.

خو لا هم د سړک د غاړې بمونه او ماينونه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو او همداراز عامو افغانانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی عامل دی.

چاودونکي موادو يا د سړک د غاړې بمونه او ماينونه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د مرګ ژوبلو اصلي علت بلل کېږي.