شمالي وزيرستان يو واربيا د بې پيلوټه الوتکو له خوا په نخښه شوی

ځايي دولتي مسوولينو ويلي چې دغو الوتکو تيره ورځ ماخوستن مهال د ميرعلي په دوو بېلابېلو سيمو کې يوشمېر مشکوک وسله وال په نخښه کړی و.

په سيمه کې يوه دولتي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په دغو بريدونو کې اووه تنه وسله وال کسان وژل شوي دي.

په روانه ميلادي مياشت کې دا لومړی ځل دی چې دغو الوتکو پر شمالي وزيرستان بريدونه کړي.

د امريکا په يوه پټ ډيپلوماتيک سند کې، چې ويکي ليکس ويبپاڼې خپور کړي ويل شوي، چي د پاکستان صدراعظم له دغو بريدونو سره موافقه ښودلي ده.