په هېواد کې ۵۴ خصوصي امنیتۍ د دولت له خوا وتړل شوې

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، چې د خصوصي امنیتي کمپینو د انحلال چارې په چټکۍ روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت سلاکار عبدالمنان فراهي نن په کابل کې وویل، چې تر اوسه پورې څلور پنځوس خصوصي امنیتي کمپینۍ چې راجستر شوی نه وې بې وسلي شوي دي او اوسمهال د دریو نورو کمپینو په بې وسلې کولو کار روان دی.

نوموړي همدا راز وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې پنځوس کمپینی راجستر شوي دي، خو د هغوی د انحلال چارې به هم د دوی د قرار دادو له ختم سره سمې پیل شي.