د کندهار ښار په فامیلیو سیمه کې یوه چاودنه شوې

د کندهار د امنیت امر فضل احمد شیرزاد وایي، چې چاودنه شوې خو وایي، چې چاته یې د سر او مال زیان نه دی اړولی.

خو بل خوا د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران وایي، چې په دې چادونه کې یو پولیس وژل شوی او دوه پولیسو او ماشوم ټپیان شوي.

نن سهار په همدې ولایت کې له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې بیا دوه وسله وال مخالفین وژل شوي.

د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال، خان محمد مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې دغه کسان وروسته له هغې په نښته کې ووژل شول چې د پولیسو په تلاشۍ یې برید وکړ.

د نوموړي په وینا دې نښته کې یو پولیس هم ټپي شوی.